1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې د پوځي ګامونو د کمیدو لپاره د امریکا هڅې

merlin_161567304_94f9f483-fa82-4390-989e-34fced4e393b-superJumbo-1536x1025
05 Apr 2021

نیویارک ټایمز په یوه ګزارش کې لیکلي چې امریکا غواړي د سولې د خبرو پرمهال د جګړې په ډګرونو کې د طالبانو د بریا مخنیوی وکړي او پر وړاندې، د افغانستان له بندخونو د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو او د ملګرو ملتونو سازمان لخوا پر دې ډلې د بندیزونو د لرې کیدو غوښتنه وکړي.

 

نیویارک ټایمز د امریکایي، افغانستان چارواکو او طالبانو په حواله لیکلي چې امریکایي ډیپلوماټان هڅه لري چې د دوحې د هوکړه لیک د ځینو برخو په تړاو، یو کار وشي؛ په ځانګړې توګه د دې هوکړه لیک د طبقه بندۍ په برخه کې چې دواړه لوري اړ کړي چې له پوځي ګامونو ډډه وکړي.

دې ورځپاڼې لیکلي چې د دواړو لوریو خبرې د افغانستان حکومت د استازو د حضور پرته ترسره کیږي.

امریکایي چارواکو او له دې خبرو پوهو کسانو ویلي: “امریکا هڅه کوي چې د سولې د خبرو پرمهال د جګړې په ډګرونو کې د طالبانو د بري مخنیوی وکړي او دا ډله اړ کړي چې د افغانستان پر پوځیانو خپل پوځي عملیات محدوده کړي. پر وړاندې، امریکا به د طالبانو ډلې د ټولو هغو بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړي چې د افغانستان دولت په بندخونو کې دي او همداراز د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لرې کیدو لپاره به ګام اوچت کړي.”

د پوځي چارو شنونکي، اسدالله ندیم په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل چې اوس مهال، لوري له راروانې ناستې د ډیر امتیاز ترلاسه کولو په هڅه دي.

هغه زیاته کړه: “طالبان له امریکایي چارواکو سره په خبرو او هڅو بوخت دي. البته طالبانو د امریکاییانو غوښتنې مني، خو د ډيرو امتیازونو ترلاسه کولو سره.”

خو په افغانستان کې د پوځي ګامونو د کمیدو لپاره د امریکایيانو د هڅو پرخلاف، روان لمریز کال له پیله، د جګړې مورچلونه له مخکې ډیر تاوده دي.

د ګزارشونو پر بنسټ؛ په تیرو څلوریشت ګړیو کې، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د پوځیانو په یوې اډې د طالبانو د برید په لړ کې، لږ تر لږه د پوځ اتو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له بلې خوا، سرچینې د دې پخلی کوي چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ د پولیسو په یوې اډې د طالبانو په برید کې، له شلو ډیرو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وروستیو ورځو کې د نښتو ډیریدو، د هیوادوالو جدي اندیښنې له ځانه سره لرلې دي.

د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني د قانون جوړوونکو په نننۍ (دوه نۍ، وري شپاړلسمه)، ناسته کې وویل چې امنیتي حالت د اندیښنې وړ دی او امنیتي پازوال باید په دې تړاو ځواب ویونکي اوسي.

امنیتي بنسټونو تراوسه پوځیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې اړوند د ګزارشونو په تړاو څه ندي ویلي. خو د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې په تیرو څلورویشت ګړیو کې په نښتو او د پوځیانو په بریدونو کې، لږ تر لږه ۱۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي او د دې ډلې ۸۱ نور غړي هم ټپيان دي.