1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې خبرې؛ ترکیه د افغانستان د سولې په تړاو د ناستې کوربه توب کوي

13615032_874
10 Mar 2021

دا ناسته د مارچ په اووه ویشتمې د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ په ترکیه کې ترسره کیږي؛ د ملي روغې جوړې لویه شورا وایي چې سپیدار په دې ناسته کې د ګډون لپاره په هڅو بوخت دی.

 

په داسې حال کې چې حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک او د افغانستان لپاره د دې هیواد د نوې طرحې په تړاو په هڅو بوخت دی؛ سرچینو ویلي چې تمه ده د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ یوه ناسته په ترکیه کې ترسره شي او د افغانستان په بهیر کې ټول ښکیل هیوادونه لکه د سیمې هیوادونه به په کې ګډون ولري.

د ملي روغې جوړې لویې شورا د دې ناستې د ترسره کیدو لپاره طرحه منلې او ټينګار کوي چې په دې شورا کې یو بحث، د ترکیې په ناسته کې د ګډون څرنګوالی دی.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون بیا وایي، اوس مهال د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشرتابه کمیټه د ماریکا د حکومت د طرحې په ارزولو بوخته ده او له دې وروسته، د ترکیې د ناستې د ګډون اړوند پریکړه وشي.

له بلې خوا، د آناتولي خبري آژانس د ترکیې د عدالت او ودې ګوند د ویاند، عمر چلیک په حواله ګزارش ورکړی چې انقره په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره همکارۍ ته چمتو ده.

مخکې له دې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته په یوه لیک کې، د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ او د ترکیې په کوربه توب د داشان ناستې د ترسره کیدو خبر ورکړی وو.

اوس مهال، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، د دې ناستې د لپاره د زمینې د برابریدو په موخه، د سیمې له هیوادونو سره په سلاوو بوخت دی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې هم دوحې ته تللې او د افغانستان دولت او طالبانو ډلې له پلاویو سره یې لیدلي دی.

په همدې حال کې یو شمیر شنونکي، له افغانستان څخه د پخوانۍ شوروۍ د ځواکونو د وتلو پرمهال، د کورنیو جګړو، طالبانو واکمنۍ او د وروستیو شلو کلونو بدلونونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ماموریت ناکامه بولي.

د سیاسي چارو شنونکي، نصرالله ستانکزي آرزو ټلویزیون ته وویل چې په تیرو کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ونډې ته په کتو سره، دې سازمان ته د سولې د بهیر سپارل به ښه پایله ونلري.

هغه زیاته کړه: “اوس هم که ملګري ملتونه په قضیه کې ښکیل شي او د هغو د تیرو تجربو په پام کې نیولو سره، په دې باور یم چې دا بهیر به هم اوږد وي او هم یې د ناکامۍ اټکل شته دی. لامل یې دا دی چې لوی ځواکونه په داشان قضیو کې له ملګرو ملتونو سره رښتینې همکارۍ نه کوي.”

خو د افغانستان ملي شورا د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو سازمان ونډې ډیریدو ته هیله منه ده.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، محمدعلم ایزدیار وایي چې د ملګرو ملتونو سازمان نوی ماموریت به، د سولې بهیر په مثبتې لار برابر کړي.

له دې ټولو سره، په تیرو کې د ملګرو ملتونو سازمان ماموریتونو په اړه د بیلابیلو منفي لیدلوریو ته په کتو سره، اوس وبه لیل شي چې د دې سازمان په مشرۍ د ترکیې د استانبول ناسته، آیا کولای شي د افغانستان د کړکیچ غوټه خلاصه کړي او په افغانستان کې د جګړې کورني او بهرني لوري د سولې یوې هوکړې ته اړ کړي، او که نه؟