1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې خبرې؛ د افغانستان دولت او طالبانو یو بل ته وړاندیځونو نوملړ سپارلی

آغاز-مذاکرات-میان-افغان-ها
10 Dec 2020

د دواړو لوریو مرکچي پلاویو د خپلو وړاندیځونو اړوند د دوو ورځو سلاوو وروسته، نن (پنځنۍ)، سره ناسته لرله.

 

تراوسه د دې ناستې جزییات ندي رسنیز شوی؛ خو درې ورځې وړاندې دواړو پلاویو یوه بل ته خپل وړاندیځونه سپارلي دي.

د دواړو لوریو د وړاندیځ شویو نوملړو پر بنسټ چې د آرزو ټلویزیون واک ته راغلی، د افغانستان دولت پلاوي د اوربند ترڅنګ، د نظام او اساسي قانون، د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست د جوړښتونو د ساتنې غوښتنه کړې ده.

په دې نوملړ کې همداراز حکومت د سولې د هوکړې وروسته د طالبانو د ټولو جنګیالیو د بې وسلې کیدو، د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت له لورې د ۲۱ کسیز مرکچي پلاوي په رسمیت پیژندلو او د دولت په څوکاټ کې په بیلابیلو دندو کې د طالبانو د غړو د منلو غوښتونکی شوی.

له بلې خوا، طالبانو له تور نوملړ څخه د قید او شرط پرته د طالبانو د نومونو د حذف او د هوکړې وروسته له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو د عبوري حکومت رامنځته کیدل غوښتي.

دې ډلې همداراز د سولې یوې هوکړې ته تر رسیدو د یوه سیوري حکومت په څیر د طالبانو د په رسمیت پيزندل کیدو او د سولې د هوکړې وروسته، د هیواد د وسله وال پوځ په لیکو کې د دې ډلې د لږ تر لږه سل زرو جنګیالیو د شاملولو، د عالمانو د لویې او واکمنې شورا رامنځته کیدو او په اسلامي ښوونیز نظام ټینګار کړی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سید سعادت منصور نادري ویلي چې د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو ډلو او قشرونو شاملول او سولې ته د رسیدو لپاره په روښانه لار خوځښت چې په ماهیت او څرنګوالي کې یې ملي ټلواله شتون ولري، نه یواځې پایښت او ټیکاو ته مرسته کوي؛ بلکې د تیرو تیروتنو د بیاځلي کیدو د مخنیوي یواځینۍ لار ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر هم اعلان کړی چې دا ډله له اوسني حالته د بهر تلو لپاره بشبړ چمتووالی لري.

د دولت د پلاوي وړاندیځونه په ۲۸ مادو او د طالبانو په ۲۲ مادو کې جوړ شوي دي.

له بلې خوا په دې وروستیو کې ناټو هم د یوې خبرپاڼې خپرولو سره له دواړو لوریو غوښتي چې د تاوتریخوالي د ژر پایته رسولو، تلپاتي اوربند د ټینګیدو او یوې سیاسي حل لارې نقشې ته د رسیدو لپاره هڅه وکړي. په دې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د تاوتریخوالي دوام او په ځانګړې توګه د طالبانو له لورې، د سولې بهیر کمزوری کوي.