| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د سولې خبرې؛ د جګړې د قربانیانو کورنۍ د اوربند غوښتونکي دي
15 Aug 2020
د یو شمیر قربانیانو د کورنیو غړي وایي چې په تیرو ۱۹ کلونو کې، خپل ډیر شمیر خپلوان یې له لاسه ورکړي او د خبرو پیل سره باید په هیواد کې اوربند هم ټینګ شي.
د سولې د خبرو له پیله خوښبینو سره هم مهاله، د جګړې د قربانیانو کورنیو، نن (پیلنۍ، زمري۲۵)، په کابل کې په یوې راټولیدنه کې، په هیواد کې د ۱۹ کلنې جګړې په پایته رسیدو ټينګار وکړ.
په کابل کې د شهیدانو د وارثینو د ملي تولنې مشر، ندا الحق شمال زي رسنیو ته وویل چې په دې موده کې، د جګړې د قربانیانو کورنیو خپل ډیر شمیر خپلوان له لاسه ورکړي او د دې کورنیو مهمه غوښتنه، د اوربند ټینګښت او د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د خبرو ژر پیل دی.
شمال زي همداراز له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د مرکچي پلاوي په جوړښت کې، د قربانیانو د کورنیو غړي هم شامل و اوسي.
له بلې خوا، یو شمیر ښځې هم له حکومت او طالبانو ډلې، غوښتنې لري.
شګوفه احمدي د هرات په یوې ولسوالۍ کې ښوونکې ده، که څه مه د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو اړوند خوښبینه ده، خو له دواړو لوریو غواړي چې د سولې په خبرو کې، د ښځو لاسته راوړنې او حقونه خوندي وساتل شي.
له بلې خوا، نن (پیلنۍ، زمري۲۵)، په کابل کې هم، د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو په یوې راټولیدنه کې وویل چې د پنځلسو ولایتونو د ښځو غوښتنې او نظريې یې ترلاسه کړي.
د ښځو د حقونو فعالې، زرقا یفتلي وویل چې ښځې له طالبانو سره په خبرو کې د ښځو د حقونو او آزادیو د ساتنې غوښتونکي دي.
په همدې حال کې، د حکومت مرکچي پلاوي، د ملي مصالحې د لویې شورا له مشر سره په لیدنه کې ډاډ سپارلی چې په خبرو کې به د افغانستان د خلکو د ارزښتونو او لاسته راوړنو د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې جدي او هم نظره وي.

که څه هم تراوسه د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل کره مهال ندی روښانه شوی، خو تمه ده چې د دې خبرو لومړنۍ ناسته په نږدې راتلونکي کې د قطر په دوحه کې ترسره شي.
