| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د سولې خبرې؛ د خبرو پيچلتیا، ولسمشر غني قطر ته ورساوه
05 Oct 2020
ارګ وایي، ولسمشر غني به دوحې ته په دې دوه ورځیني سفر کې، له قطري لوړ پوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سولې د مذاکراتو اړوند خبرې وکړي.
ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، نن (دوه نۍ، تلې ۱۴)، د قطر پلازمینې، دوحې ته ورسید.
ښاغلي غني قطر ته د سفر وړاندې، کویټ ته سفر درلود او د کویټ د مخکیني امیر د مړینې له کبله یې، د دې هیواد له چارواکو سره غمرازي وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي رسنیو ته وویل چې ښاغلی غني به په دې سفر کې د افغانستان دولت له مرکچي پلاوي سره وویني.
هغه همداراز وویل چې تمه ده ولسمشر غني د قطر له امیر، لومړي وزیر او د دې هیواد له یو شمیر چارواکو سره د کابل- دوحې د اړیکو او د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو اړوند خبرې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي، احمد سعیدي د دې سفرونو اړوند وویل؛ اوس مهال د دفاع وزیر او د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان مشر او د پاکستان د پوځي استخباراتو سازمان مشر په قطر کې حضور لري او تمه ده ښاغلی غني له هغو سره د تړلو ورونو ترشا لیدنه ولري.
ښاغلي سعیدي پر دوام وویل: له یوې خوا د ولسمشر سفر له ګټو تش ندی چې د دوحې چارواکي هغه ته ډاډ ورکوي چې د طالبانو د ملاتړ سره سره مونږ د افغانستان دولت په رسمیت پيژنو. له بلې خوا، ښاغلي غني ته ډاډ ورکوي چې مونږ په راتلونکي کې د داسې حکومت پلوي نه یوو چې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څیر وي.
د هغه په وینا، ولسمشر غني به په دې سفر کې له طالبانو سره لیدنه ونلري او دا ډله هم اوربند نه مني.
یو شمیر په دې باور دي، د ولسمشر غني او طالب مشرانو ترمنځ د لیدنې د زمینې برابریدو په صورت کې، د سولې بهیر یو ګام پرمخ ځي او له سیاسی هوکړې سره، د اوربند ټینګیدو اټکل ډیریږي.
د افغانستان د اساس نو ګوند مشر، احمد الله عليزي آرزو ټلویزیون ته وویل؛ په اوسنیو شرایطو کې قطر ته د ښاغلي غني سفر، په هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره د حکومت د تکل ښکارنده دی.
د یو شمیر سیاسي شنونکو په باور، دا سفر د افغانستان د سولې د بهیر د رښتیني کیدو په برخه کې بې ګټې ندی.
په دې منځ کې، د افغانستان د سولې د ولسي ټولنې مشر او د طالبانو مخکینی چارواکی، سید اکبر آغا په دې باور دی چې دا سفر، د دوحې په روانو خبرو کې د رامنځته شوي کړکیچ د هواري په موخه شوی دی.
اوس مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی او د غوڅ ملاتړ د ځواکونو قومندان هم په دوحه کې حضور لري او تمه ده ولسمشر غني له هغو سره هم لیدنې ولري.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ښاغلی غني به دوه ورځې په قطر کې پاتې شي؛د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د بهرنیو چارو وزارت واکپال حنیف اتمر په دې سفر کې د ولسمشر ملتیا کوی.
