1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې خبرې؛ د ملي امنیت شورا او طالبان لا هم د بندیانو په خوشې کیدو اختلاف لري

طالبان-1
29 Aug 2020

د ملي امنیت د شورا ویاند وایي، تر هغه چې کومانډو ځواکونه د طالبانو له لورې خوشې نشي، حکومت به د دې ډلې د ۳۲۰ پاتو بندیانو د خوشې کولو بهیر پیل نکړي.

 

د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل، نن (درې نۍ، وږي اتمه)، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې؛ تر هغه چې د حکومت کومانډو ځواکونه د طالبانو له لورې خوشې نشي، حکومت به د طالبانو پاتې ۳۲۰ بندیان همداراز په بند کې وساتي.

د ملي امنیت د شورا ویاند په داسې حال کې د حکومت د دې پریکړې خبر ورکوي چې تیره اوونۍ، د ملي مصالحې د لویې شورا مشر، په روانه اوونۍ کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل خبر ورکړ.

له دې سره هم مهاله؛ مخکیني ولسمشر له العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د ژرمهاله پیل غوښتنه کړې.

حامد کرزي ویلي: مونږ اوس په داسې موقعیت کې یوو چې تمه ده د طالبانو وروستي بندیان خوشې شي او ډیر ژر خبرې پیل شي. مونږ په ژرمهاله شونې فرصت کې د خبرو د پیل لپاره بیړه لرو او ډيره تمه لرو چې په راتلونکو څو ورځو کې دا خبرې پیل شي.

له دې سره؛ د سولې د چارو یو شمیر فعالان په دې باور دي چې د افغانانو ترمنځ خبرو او په ټوله کې د سولې ټینګیدو ته رسیدو لپاره، حکومت او طالبان باید قربانۍ ورکړي او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

د سولې د ولسي ټولنې مشر، سیداکبر آغا په دې اړه وویل: خبرې په حساس پړاو کې دي او دواړه لوري باید د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره باید شخصي ګټې او تمې په څنګ پریږدي او د دې بهیر د پیل لپاره قربانۍ ورکړي.

له دې سره؛ د ملي امنیت د شورا دفتر په یوه نوي ګزارش کې، طالبان په تیره اوونۍ کې د ۴۴۶ بریدونو په ترسره کولو تورن کړي چې په پایله کې یې ۶۷ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو دا ګزارش رد کړی دی.