د ولسمشر دویم مرستیال وایي چې د افغانستان حکومت دا هوکړه لیک ندی لاسلیک کړی او نه یې تایید کړی دی.
طالبان تمه لري چې د امریکا نوی حکومت د دوحې په هوکړه لیک پابند شي.
په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو روښانیدو سره، دلته په افغانستان کې د حکومت او طالبانو له لورې جلا غوښتنې مطرح کیږي.
د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش نن (دوه نۍ، لړم۱۹)، په کابل کې په یوې ناسته کې د امریکا له نوې ادارې وغوښتل چې د سولې د خبرو په برخه کې د ستونزو د هواري لپاره، د سولې په روان بهیر بیا کتنه وکړي.
ښاغلي دانش زیاته کړې: “د خبرو لپاره د دوحې د هوکړه لیک بنسټ بلل د افغانستان دولت لپاره د منلو نده. مونږ دا هوکړه لیک ندی لاسلیک کړی او نه یې یو لوری وو او نه مو تایید کړی دی… یواځینۍ پازه او ژمنه مو د کابل ګډې اعلامیې او د افغانستان د مشورتي لویې جرګې، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پریکړه لیک او د سولې د سکالو اصل او د خبرو په میز کې د اختلاف هرې سکالې تعقیب په برخه کی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، ډاکټر نعیم وردک له فرانس پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې دوی له یوه شخص سره هوکړه لیک ندی لاسلیک کړی؛ بلکې د امریکا له حکومت سره یې لاسلیک کړی.
هغه ټینګار کړی چې طالبان تمه لري چې د امریکا نوې اداره د فبرورۍ میاشتې د هوکړه لیک اړوند ژمنه پاتې شي.
له بلې خوا، ښاغلي دانش د تاوتریخوالي او ترورونو ډیروالی هم له طالبانو سره تړلی بللی او دا یې د نه منلو بللي.
هغه زیاته کړه: دا د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړه لیک ښکاره نقض دی. طالبانو په خپلو ژمنو عمل ندی کړی او حتې له نورو ترهګریزو ډلو سره یې خپلې اړیکې هم ندې شلولي او دا ښيي چې دا ډله لا هم به خپل جګړه غوښتونکي دریځ ټینګار لري او په سوله ییزې حل لارې باور نلري.
د ولسمشر دویم مرستیال وویل چې طالبان د دوحې په خبرو کې د کړکیچ اصلي عاملین دي او له همدې کبله په تیرو دوو میاشتو کې، په خبرو کې هیڅ پرمختګ ندی شوی.
ښاغلي دانش همداراز د جګړې ډګرونو ته د خوشې شویو طالب بندیانو په ستنیدو نیوکه وکړه، خو دې دلې تل د جګړې ډګرونو ته د خپلو بندیانو ستنیدل رد کړي دي.