1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې خبرې؛ ولسمشر د افغانستان دولت له مرکچي پلاوي سره ولیدل

هیأت-مذاکراتی
19 Dec 2020

ولسمشر غني د افغانستان دولت له مرکچي پلاوي وغوښتل چې په لومړي پړاو کې خپلې لاسته راوړنې له خلکو سره شریکې کړي.

 

په دوحه کې د خبرو اترو د لومړي پړاو له پای وروسته، ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره پرون شپه (جمعه، لیندۍ ۲۸)، د دولت د مرکچي پلاوي له غړو سره ولیدل.

په دې کتنه کې ولسمشرغني له دې پلاوي غوښتي چې د سولې د خبرو اترو په بهیر کې دې خپلې لاسته راوړنې له خلکو سره شریکې  کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیاله، فاطمه مورچل وایي: ولسمشر په دې لیدنه کې، له هغو سره د دولت د مشرتابه لیدلوری شریک کړ. ولسمشر د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي وغوښتل چې د خبرو په لومړي پړاو کې خپل برداشت د افغانستان له خلکو سره شریک کړي.

له بلې خوا د سولې د مرکچي پلاوي غړي، غلام فاروق مجروح آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا پلاوی د خبرو د بل پړاو پیلیدو مخکې، تمه ده له بیلابیلو سیاسي، مدني او ولسي قشرونو سره وویني.

ښاغلي مجروح د دې لیدنو موخه، د افغانستان د راتلونکې سیاسي لارې د نقشې اړوند سلاوې وبللې.

اوسمهال د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي په ۲۳ ورځنیو رخصتیو تللي دي. د دې وقفې موخه د راتلونکي پړاو د آجنډا پر سر لا ډیرې خبرې اترې ویل شوې دي.

له بلې خوا، په افغانستان کې یوشمیر سیاسي او ولسي ډلې د خبرو اترو راتلونکي پړاو له پیل مخکې د سرتاسري اوربند پر ټینګښت ټينګار لري.

دلته په بلخ کې هم یوشمیر ځوانانو نن (پیلنۍ، لیندۍ۲۹)، پر دیوالونو رنګ کاږلو سره د سولې غوښتنې پیغام ورکړ او د جګړې له ښکیلو غاړو یې د جګړو د پای غوښتنه وکړه.

اجمل چې نقاش دی او په دې برنامه کې یې ګډون کړی، وایي چې جګړې له هر څه ډير له خلکو قربانۍ اخیستي او مرکچي لوري باید ژر تر ژره په هیواد کې د اوربند د ټینګیدو لپاره هوکړې ته ورسیږي.

په درییو ورسوتیو میاشتو کې، په دوحه کې د افغانستان او طالبانو د ډلې مرکچي پلاوي یوازې توانیدلي د اساسي خبرو اترو ترسره کیدو لپاره د خبرو اترو پر کړنلارې هوکړه وکړي.

خو په وروستیو ورځو کې، د خبرو اترو راتلونکي پړاو پیل لپاره د دواړو لوریو وړاندیزونه ښکته او پورته شول او تیره اوونۍ، ولسمشرۍ ماڼۍ هم له طالبانو وغوښتل چې د خبرو اترو راتلونکی پړاو دې په هیواد کې دننه ترسره کړي.