| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د سولې د بهیر اړتیا د سیمه ییزې ټلوالې پیاوړتیا
22 Dec 2020
د تاجیکستان ولسمشر له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې ټیکاو په سیمه کې د امنیت په معنا دی.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر چې پرون د تاجیکستان پلازمینې، دوشنبې ته ورسید؛ نن (درې نۍ، مرغومې۲)، د تاجیکستان له ولسمشر، امام علي رحمان سره ولیدل.
امام علي رحمان ویلي: افغانستان، تاجیکستان او سیمه له ترهګرۍ، افراطپالنې او نه ټیکاو څخه زیانمن شوي. په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ټینګښت د دواړو هیوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او سویلي آسیا ته د مرکزي آسیا د نښلیدنو زمینه برابروي.
عبدالله عبدالله همداراز ویلي چې د تاجیکستان دولت په افغانستان کې د سولې له هڅو او په دې برخه کې د افغانستان دولت له پریکړو ملاتړ کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې، لوړپوړو حکومتي چارواکو د سیمې هیوادونو ته ډیر سفرونه لرلي دي او حکومت د دې سفرونو موخه د سولې له بهیر څخه د سیمه ییزې ټلوالې پیاوړتیا په ګوته کړې ده.

له دې سره هم مهاله، د ملي امنیت شورا سلاکار له آذربایجان څخه ایران ته تللی دی.
د ملي امنیت شورا ویاند، رحمت الله اندړ وویل چې ښاغلي محب له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د حالت اړوند سلاوې کړې دي.
یو شمیر رسنیو د حمدالله محب په حواله لیکلي چې د افغانستان دولت د خبرو په میز کې د طالبانو ډلې د ډیرغوښتنې پر وړاندې دریدلی دی.
اوس مهال د افغانستان دولت او د طالبانو ډلې مرکچي پلاوي په ۲۳ورځینیو رخصتیو کې دي.
د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړي، غلام فاروق مجروح وویل چې د افغانستان دولت پلاوی، د حکومت له مشرتابه او سیاسي بهیرونو سره د خبرو د دویم پړاو اړوند په سلاوو بوخت دی.
د افغانستان دولت مرکچي پلاوي تراوسه له ولسمشر او د ملي روغې جوړې د لویې شورا له مشر سره لیدلي او تمه ده چې د همدې اوونۍ د پنځنۍ په ورځ یو ځل بیا د ملي روغې جوړې د لویې شورا ناسته وشي.
تر ټولو مهم ټکی چې تمه ده د خبرو د دویم پړاو د پیل مخکې پرې بحث وشي، د دې پړاو خبرو ځای دی. مخکې له دې ولسمشر غني په هیواد کې دننه د خبرو د دوام غوښتنه کړې وه.
