د حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره د سولې د خبرو اترو په بهیر کې د پرمختګونو اړوند خبرې وکړې.
د اجرایي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لورې د هر اړخیز پلاوي د جوړیدو غوښتنه کړې.
خو مخکې له دې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د هر اړخیز پلاوي له جوړیدو خبر ورکړی دی.
مخکيني ولسمشر په دې لیدنه کې ویلي:”مونږ هیله وښوده چې د سولې خبرې اترې، په هیواد کې د تاوتریخوالي او اوږدې جګړې د پایته رسیدو لامل وګرځي.”