1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې د بهیر د چټکیدو لپاره بیلابیل لیدلوري لرو

آغاز-مذاکرات-میان-افغان-ها
06 Mar 2021

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا بنسټ له نږدې په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره د سولې له بهیر څخه د ډله ییز ملاتړ د څرنګوالي اړوند سلاوو ته دوام ورکوي او د دې بهیر د چټکیدو لپاره ځیني فکرونه لري.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس په دې وروستیو کې ویلي چې دا هیواد د سولې د بهیر د چټکیدو لپاره بیلابیل لیدلوري لري.

هغه زیاته کړه: “د افغانستان د سولې د خبرو پایله د افغانستان خپلو خلکو پورې تړاو لري. باوري یم چې دا پایلې د افغانستان د خلکو هیلې او آرمانونه منعکسه کړي. مونږ په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره نږدې سلاوو ته چې څرنګه د سولې له بهیر څخه ډله ییز ملاتړ وکړو، دوام ورکوو او مونږ بیلابیل لیدلوري چې شونې ده دا بهیر چټک کړي، په پام کې لرو.”

د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، تمه ده د روان کال تر مې میاشتې، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور صفر ته ورسیږي.

خو د امریکا د سنا د پوځي کمیټې مشر، آدم سمیټ په اوسنیو شرایطو کې د دې ژمنو پلي کیدل ناشونې بولي.

دې امریکایي سناتور زیاته کړه: “د مې میاشتې په لومړۍ به بهر نشو. زما به باور په اوسنیو شرایطو کې ناشونې ده. هغه مهال به بهر شو چې شرایط بربر وي.”

له دې سره، څو ګړۍ مخکې، په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم په یو لړ ټویټونو کې د دې دفتر له مشرتابه سره د خلیلزاد د لیدنې او د دوحې د هوکړه لیک د بشپړ عملي کیدو لپاره د دواړو لوریو د ژمنو خبر ورکړ.

داسې تر سترګو کیږي چې امریکا د افغانستان دولت او طالبانو د پلاویو ترمنځ له څو میاشتنیو خبرو راضي نه ده؛ هغه نارضایتي چې ظاهراْ د دې لامل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د دې بهیر د چټکیدو لپاره له بیلابیلو لیدلوریو خبر ورکړي.

د پوهنتون استاد، نصرالله ستانکزي بیا آرزو ټلویزیون ته وویل چې د امریکا طرحه او لید ډیرۍ په هغه لور دی چې د دې هیواد ګټې په کې نغښتې وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې ولسمشر غني تل د ټاکنو له لارې د واک پر لیږ ټینګار کړی او یواځې د ټاکنو د ترسره کیدو د مهال په تړاو یې د خبرو ور پرانیستی پریښی دی.