1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې د بهیر په اړه د اروپایي ټولنې له استازي سره د حمد الله محب لیدنه

اروپا
27 Feb 2020

د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب، د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي، کوبیا رولاند سره د سولې د خبرو اترو د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي محب ویلي چې حکومت د افغانانو تر منځ د خبرو اترو او سولې لپاره لازم چمتووالی لري او په دې بهیر کې به له پیاوړي ډلې او لوړ دریځ سره ګډون وکړي. دی همداشان ویلي، اړتیا ده چې د رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته شي او په دې بهیر کې ښکیلی خواوی هم خپل مسوولیت په سمه ټوګه سر ته ورسوي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، د سولې په بهیر کې د سیاسونو په ورته لید لوري ټينګار کړی دی.