د ولسي جرګې یو شمیر غړي هیښتیا ورکوي چې د سولې د خبرو په لړ کې د ملي ګټو پر ضد هر ډول معاملې پر وړاندې دریږي.
که څه هم د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله نږدې څلور میاشتې تیریږي؛ خو لا هم یو شمیر قانون جوړوونکي، دا بهیر ګونګ بولي.
د ولسي جرګې غړي، یارباز خان حمیدي په نننۍ (دوه نۍ، مرغومې۲۲)، ناسته کې د سولې اوسنی بهیر ګونګ وباله.
د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني هم په دې ناسته کې هیښتیا ورکړه چې د سولې د خبرو په لړ کې د “ملي ګټو” پر ضد هر ډول معاملې پر وړاندې به دا جرګه ودریږي.
د ولسي جرګې غړي، عارف رحماني په دې ناسته کې وویل چې د دواړو لوریو پلاویو ته سپارښتنه شوې چې د جمهوریت او امارت خبرې په څنګ پریږدي او په درییمې ټاکنې هوکړه وکړي.
هغه زیاته کړه: “داسې ګونګوسې اورو چې سفارش شوی چې د دواړو لوریو پلاویو ته چې نه جمهوریت او نه امارت، بلکې باید درییمې حل لارې ته ورسیږو. د افغانستان خلکو د جمهوریت لپاره له یو میلیون ډیرو انسانانو قربانۍ ورکړي.”
له بلې خوا، د ملي شورا یو شمیر غړي، د هغو مخ آړونو له کبله اندیښمن دي چې د سولې روان بهیر به له ستونزو سره مخامخ کړي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، محمدعلم ایزدیار په دې تړاو وویل: “هغه خنډونه چې کله ناکله رامنځته کیږي او هغه آړونه چې وړاندې کیږي، باید د سولې د برنامې پر وړاندې خنډ ونګرځي.”
په تیرې یوې اوونۍ کې د خبرو دویم پړاو پیل شو، تراوسه د دواړو لوریو پلاویو دوه ځلي سره لیدلي دي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، فریدون خوځون آرزو ټلویزیون ته وویل چې مرکچي پلاويو خبرې پیل کړي او هیله من دی چې دواړه لوري مطلوبې پایلې ته ورسیږي.
د جوړښت ساتنه او اوربند، مخکې له دې په خبرو کې د مرکچي پلاوي لومړیتوبونه ویل شوي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت یو پلاوی، د “واک ویش” هم د خبرو په دویم پړاو کې د بحث یو منځټکی په ګوته کړی.