1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې د خبرو د پرمختګ اړوند د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډاډ

12 Feb 2020

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، له ولسمشر غني او اجرایي مشر عبدالله عبدالله سره د جلا ټلفوني اړیکو په ترڅنګ کې، د سولې د بهیر اړوند خبرې کړې دي.

د ملي یووالي د حکومت مشران وایي، چې ښاغلي پامپیو په دې ټلفوني اړیکو کې په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ به خبرو کې د پرمختګ له کبله هیله ښودلې او ویلي چې د تاوتریخوالي د کمښت اړوند دا پرمختګونه، د اوربند، د دوه اړخیزې هوکړې د لاسلیک، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره لار هواروي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د افغانستان اصلي موخه، د وینې تویدو او افغان وژنې پایته رسیدل دي او د افغانستان ولس سولې ته اړتیا لري او دې موخې ته د رسیدو لپاره په افغانستان کې دننه، تدبیر، زړورتیا، مشري او مدیریت شتون لري او د دې بهیر راتلونکي ګامونه به د دولت له لورې په سمه توګه مدیریت شي.

عبدالله عبدالله هم پامپیو ته ویلي چې سوله د افغانستان د حکومت او ولس لومړیتوب دی او د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې له پرمختګونو هرکلی کوي.

له بلې خوا نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر اوو ورځو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک له اټکله خبر ورکړی دی.