د افغانستان دولت او طالبانو ډلې د سولې د خبرو په کړنلارې او د هغې په مقدمې هوکړه کړې ده.
د افغانستان دولت مرکچي پلاوي غړي نادر نادري او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپلو وروستیو ټویټونو کې د خبرو د کړنلارې او مقدمې د وروستۍ کیدو خبر ورکړی او ټینګار یې کړی چې په اصلي اجنډا خبرې پیلیږي.
د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د سولې اړوند په یوې مجازي ناسته کې د سولې بهیر پیچلی او ډیر مهال ته اړ وباله خو ټینګار یې وکړ چې په خبرو کې د سولې د مرکچي پلاوي لومړنۍ غوښتنه به اوربند وي.
میرمن کوفي وویل: “که څه هم ډیرې پیچلې، ذیقې او ستړې کوونکې خبرې دي، ځکه مونږ ورځې ورځې کولای شو په یواځې په کلیمو خبرې وکړو، خو دا ښيي چې دواړه لوري سیاسي پوهې ته رسیدلي چې مسایل په جدیت سره وڅاري. خو له طالبانو ډلې زمونږ تمه دا ده چې د سولې په بهیر کې ډیر قاطعیت او رښتینولي ولري، په ځانګې توګه د اوربند بحث باید جدي مطرح شي. “
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د خبرو د کړنلارې د وروستي کیدو هرکلی کړی او دا یې په دې بهیر کې مهم بللي.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: “زه په دوحه کې د مرکچي لوریو لخوا د هوکړې د خبر هرکلی کوم او دا د عطف ټکی بولم. د خبرو په کړنلارې دا درې پاڼې هوکړه، د سیاسي لارې نقشې او جامع اوربند ته لار هواروي. د سیاسي لارې نقشې او تلپاتي اوربند پر سر د خبرو پیلیدو سره، مونږ له ټولو لوریو سره په دې موده کې د تاوتریخوالي د جدي کمیدو او حتې د اوربند د ټینګیدو په برخه کې کار کوو. دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غواړي او وړ یې دي. “
یو شمیر سیاسي بهیرونه او ګوندونه هم په کابل کې راټول شوي او حکومت د سولې په بهیر کې د سیاسي څهرو په حذف تورنوي.
د افغانستان د ملي جبهې د ګوند مشر، ذبیح الله مجددي وایي: “نن د سولې به بهیر کې له مونږ سره هیڅ راز سلاوې نه کیږي. له مونږ څخه یې په مرکچي پلاوي کې یو مرکچی هم ونه غوښت. هغه طالبان چې غواړي خبرې وکړي او سوله راشي، مونږ ته ډیر درناوی لري، دولت د حذف سیاست غوره کړی، دا مونږ ته د منلو نده. “
د شهید احمدشاه مسعود د بنسټ مشر، احمد ولي مسعود هم په دې تړاو وویل: “خلکو سره رښتیني اوسئ، ووایئ چې ستاسې په لاس کې نده، اوس د سولې مالکان نه یاست، نه د جګړې مالکان وئ او نه د سولې مالکان استئ. “
د افغانستان دولت او طالبانو ډلې د مرکچي پلاویو ترمنځ خبرې په وږي میاشت کې په دوحه کې پیل شوې. اوس چې دواړه لوري د خبرو د کړنلارې اړوند پایلې ته رسیدلي، وبه لیدل شي چې په مهمو مسایلو او په ځانګړې توګه په هیواد کې د اوربند د ټينګیدو اړوند د دواړو لوریو خبرې تر کومه مهاله غځیږي؟