د سولې د مشورتي جرګې ترسره کوونکی کمیسیون وایي، چې د دې جرګې د ترسره کیدو لپاره ټول چمتووالی وروستی شوی او سبا (جمعه، زمري۱۷)، دا جرګه ترسره کیږي.
د سولې د مشورتي جرګې د ترسره کوونکي کمیسیون د عامه اړیکو د کمیټې غړی، میلاد سکندري آرزو ټلویزیون ته وویل: د مشورتي لویې جرګې د ترسره کیدو لپاره ټول تخنیکي او لوژستیکي چمتووالی نیول شوی او تمه ده دا برنامه سبا پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین هم په دې اړه وویل چې ګډ امنیتي ځواکونه له یوې اوونۍ راپدیخوا، د دې جرګې د امنیت د ټینګښت لپاره چمتووالی لري او دا جرګه به په کراره فضا کې ترسره شي.
د سولې مشورتي جرګه، د درییو زرو ډیرو وګړو په حضور جوړیږي او حکومت ۳۳۰ میلیونه افغانۍ دې برنامې ته ځانګړې کړي.
خو دې جرګې ته ځانګړې شوی لګښت، له نیوکو سره مخ شوی.
سیاسي فعال، نصرت حقپال په دې اړه وویل: هغه کسان چې په دې جرګه کې ګډون کوي، د انګیرنې له مخې د دې جرګې د ترسره کوونکي کمیسیون له لورې ورته پیسې ورکړل شي چې دا خپله په یوه ډول سیاسي بډه ده.
خو د ولسمشر لومړي مرستیال د دې نیوکو په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نیوکه کوونکي دې د دې جرګې چې موخه یې د خلکو د رایې ترلاسه کول دي په لګښت د نیوکې پرځای، د هیواد د برجسته مشرانو د امنیت د ټینګښت لګښت چې هرکال څلورزره او ۲۰۰ میلیونه افغانۍ کیږي، نیوکه وکړي.
که څه هم تیره ورځ، ولسي جرګې هم د دې جرګې له ترسره کیدو سره مخالفت وښود، خو قانون جوړوونکو، نن (پنځنۍ، زمري۱۶)، د حکومت له استازو سره د څو ګړیو خبرو وروسته، له خپله دریځه شاتګ وکړ او په دې جرګه کې یې له ګډون سره هوکړه وکړه.
د ولسي جرګې غړی، محمد عظیم کبرزاني وویل چې قانون جوړوونکو د هیواد د ملي ګټو لپاره له دې جرګې سره هوکړه وکړه.
له دې ټولو سره، مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي که دا برنامه د اوربند د ټینګیدو او د افغانستان د سولې د برخه لیک د روښانیدو لامل ګرځي، ترې ملاتړ کوي.