1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې د مشورتي جرګې لپاره د کابل د واټونو په تړل کیدو نیوکې

راه-بندان-کابل-1536x901
08 Aug 2020

د سولې د مشورتي جرګې د امنیتي کمیسیون د اعلانپاڼې پرخلاف، د کابل د عمومي واټونو تړل کیدو، د پلازمینې د اوسیدونکو جدي نیوکې له ځانه سره لرلي دي.

 

له دوو ورځو راپدیخوا د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې د مشورتي لویې جرګې د ترسره کیدو له کبله، پوځي رنګ غوره کړی او د موټرونو او وسایطو په تګ را تګ هم جدي بندیز لګیدلی.

فهیم د کابل اوسیدونکی دی. ده آرزو ټلویزیون ته ووییل چې د امنیتي سرتیرو له لورې د واټونو تړل کیدل د دې لامل شوي چې ګڼ کیلومټره پلې مزل وکړي او د حکومت دې کار دوی ته ډیرې ستونزې رامنځته کړې دي.

فهیم، د کابل اوسیدونکی

مخکې له دې د سولې د مشورتي جرګې امنیتي کمیسیون د کوته سنګي، قمبر څلورلارې او د کارته پروان څلورلارې چې د لویې جرګې کیږدۍ ته لار لري، د هغو درییو لارو په توګه مشخصې کړې چې د دې ناستې ترپایه به تړلې وي.

د پلازمینې یو شمیر اوسیدونکي وایي چې دې کمیسیون د خپلو ژمنو پرخلاف، ډیر واټونه تړلي، حتې د کابل ښار  تر ورونو، یو شمیر واټونه د امنیتي بنسټونو له لورې تړل شوي او دې کار، ډیرې ناروغان په بد حالت کې پرې ایښي.

د کابل اوسیدونکي همداراز تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره د حکومت برنامه، ناسنجول شوې بولي.

په همدې حال کې، د سولې د مشورتي لویې جرګې ترسره کوونکی کمیسیون وایي، چې جدي امنیتي ګواښونو دوی اړ کړي چې د ښار په ډیریو برخو کې جدي او ځانګړې تابیاوې ونیسي.

د سولې د مشورتي لویې جرګط د کمیسیون د عامه اړیکو غړي، محمد حیدري وویل چې تمه ده د لیږدوونکو وسایطو په تګ را تګ بندیز یوه بله ورځ هم دوام ولري.

د سولې د لویې جرګې د کمیسیون پازوال په وینا، تر سبا به د دې جرګې کار پایته ورسیږي.