د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک لاسلیک له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
مخکېنی ولسمشر حامد کرزی، د دې هوکړه لیک لاسلیک په هیواد کې د سولې د ټینګیدو او د جکړو پای په برخه کې لوی ګام په ګوته کوي.
ښاغلي کرزی زیاته کړه چې ،، اوس هغه وخت رسیدلې تر څو خپله افغانان د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پیل لپاره خپلې لیکې پیاوړې اود خبرو اترو پیل لپاره ګام پورته کړي،،
اجرایي رییس عبدالله عبدالله، د دې هوکړه لیک لاسلیک ،، د افغانستان لپاره تاریخي او ځانګړی فرصت بولي ،، او هیله مندي ښيې چې د افغانانو تر منځ به ژر تر ژره خبرې اترې پیل شي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له آدرسه به په کې، ملي او ټول شموله پلاوي ګډون وکړي.
ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې د سولې د هوکړه لیک لاسلیک،له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره هم لار هواروي.
د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک له بهرنیو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، هم چې د دې سند د مراسمو په لاسلیک کې د څارونکي په توګه حضور درلود وایي هیله مند دی چې د دې هوکړه لیک ټول مواد به عملي شي.
د ښاغلي کابلوف په وینا د ډې هوکړه لیک یوه مهمه برخه د افغانانو تر منځ خبرو اترو پیل دی چې باید هغه ته رسیدنه وشي.
له بلې خوا، د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړه لیک له لاسلیکیدو هرکلی وکړ او ویلي چې وروسته له اږدې جګړې، په افغنستان کې دننه د سیاسي سکالو د هوارې په موخه د خبرو اترو لار رامنځته شوې ده.
ژباړه: نجلا مایار