1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې د هوکړه لیک لاسلیک لپاره د خبرو اترو د دواړو لوریو چمتو والی

48348716_303
07 Sep 2019

طالبانو ته یوه نږدی سرچینه وایې چې په دې پړاووخبرو اترو کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر او غوڅ ملاتړ ځواکونو د قوماندان حضور د سولې د هوکړه لیک لاسلیک لپاره د دواړو لوریو د چمتو والی ښکارندوی کوي.

 

له نږدی یوې اونۍ دمې وروسته،امریکایې پلاوي او د طالبانو ډله یو ځل بیا د قطر په دوحه کې د خبرو اترو پر میز سره کیناستل.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دواړو لوریو د پرون (جمعې د وږی /سنبلې ۱۵ مه/ سپټمبر ۶ مه) تر سهاره خبرې اترې وکړی.

ښاغلي شاهین همدا راز ویلي دي چې د جمعې پر ماښام د( طالبانو د ډلې مرستیال) ملابرادر له زلمي خلیل زاد،جنرال سکاټ میلر او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کړې ده.

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی او د سیاسی چارو کار پوه نظر محمد مطمئین وایې چې د جنرال سکاټ میلر او د قطر د بهرنیو چارو د وزیر حضور دا ښیې چې د خبرو اترو دواړه لوري په اټکلیزه توګه د سولې د هوکړه لیک لاسلیک لپاره چمتو والی لري.

مخکې له دې،زلمي خلیل زاد کابل ته په خپل سفر کې،له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک مخ لیک د ملی یوالی د حکومت له مشرانو سره شریک کړی وو،خو وورسته له هغې ولسمشرۍ ماڼۍ د دې هوکړې په اړه د لا زیات وضاحت ورکولو غوښتونکې شوه.

هغه راپورونه چې د دې هوکړه لیک له جزیاتو څخه رسنیو ته رسیدلي دي،ښیې چې په هوکړه لیک کې د ۱۸ میاشتني انتقالي حکومت تر څنګ.د طالبانو له ډلې هم د اسلامي امارت په توګه یادونه شوې ده.

خو افغان حکومت تل ویلي دي چې په خبرو اترو کې د اسلامی جمهوریت ساتل د دولت سره کرښه ده.

د اجرایې ریاست د ویاند مرستیال امید میثم له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل،کابل په دې تمه دی چې د سولې د خبرو اترو لسم پړاوو په هیواد کې د سولې د ټینګښت لامل شي.

له دې ټولو سره،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې،واشنګټن له افغان حکومت سره د پر یوې هوکړې کار کوي او امریکا له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک ته لیواله ده.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي