د اسلامي همکاریو سازمان د امریکا متحده ایالتونو او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک لاسلیک چې” له نیکه مرغه د افغانانو ترمنځ خبرو او د افغانانو په مشرۍ د سوله ییز سیاسي جوړجاړي لپاره لار” هواروي، هرکلی کوي.
د اسلامي همکاریو سازمان لوی منشي، ډاکټر یوسف العطیمین، په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو د بهیر د بریالي ترسره کیدو هرکلی کړی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې د دوام لرونکي اوربند ته د رسیدو لپاره په جدي توګه سره کار وکړي.
هغه زیاته کړه: افغان مشرانو او د افغانستان ولس یو ځل بیا وښوده چې د شخړو د پایته رسولو لپاره تکل او وړتیا لري او د یوې سولې، امنیت او تلپاتې ټیکاو په لور خوځیږي او هڅې یې د خپل هیواد په بیارغاونې او پرمختیا ځیرنه لري.
د اسلامي همکاریو سازمان همداشان د افغانستان له حکومت او ولس، د دې هیواد له ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې سره په افغانستان او سیمه کې د یوې تلپاتې سولې، امنیت، ټيکاو، روغې جوړې، ودې او پرمختګ په برخه کې د همکارۍ لپاره د دې سازمان د جدي تکل او چمتووالي خبر ورکوي.