په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جکړو د پایته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ د تاریخي هوکړې لاسلیک اړوند، د افغانستان مخکیني ولسمشر د دې هوکړه لیک له لاسلیکیدو هرکلې وکړ، خو په افغانستان کې د دې هیواد په ماموریت کلکه نیوکه کوي.
ښاغلي کرزي د اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي: د افغانستان د خلکو په وړاندې د امریکا پوځ او حکومت ناوړی چلند درلود. تاسې زمونږ کلي بمباران کړل او زمونږ خلکو ته د ډیرو مصیبتونو لامل شوي یئ.
کرزي همداشان د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې له مرستو هرکلې وکړ او زیاته یې کړه، اوس مهال اتلس کاله کیږي، له یوې خوا افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له مالیه ورکوونکو څخه مننه کوو او له بلې خوا، زمونږ پر وړاندې د هغوې له کړنو ناخوښ یوو. د امریکا خلکو زمونږ پیغام ته دا دی چې مونږ د افغانستان د ښه والي لپاره د نړیوالې تولنې له مرستو مننه کوو. مونږ د افغانستان د خلکو په وړاندې ستاسې ښه نیت درک او ستاینه یې کوو.
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک، د نن لاسلیکیږي، او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو، او د ۱۳ زره ډیرو امریکایي سرتیرو د بهر کیدو لپاره زمینه برابروي.
ښاغلي کرزي د خپلو ویناوو په یوه برخه کې د افغانستان له خلکو غوښتي چې د رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي او د خپل هیواد د راتلونکي پازه پرغاړه واخلي.
هغه ویلي، مونږ باید په خپله خپل کور ته نظم ورکړو. باید خپل سره کښینو او د خپل هیواد د ټیکاو او هوساینې لپاره ښه لاره پیدا کړو. مونږ د افغانستان خلک باید د امریکایي ځواکونو له وتلو د هیواد د مسوولیت د منلو او د یوه ښه ژوند د زمینې د برابرولو لپاره د یوه فرصت په توګه وبولو.
ژباړه: نجلا مایار