1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې له هوکړې وروسته پر طالبانو د امریکا لومړنی هوایي برید

TWQEZH5JDNGRFHPG3PEQRLCVRM
04 Mar 2020

د امریکا پوځ وایي له ۱۱ ورځو رووسته یې د لومړي ځل لپاره ،د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو پر جنګیالیو هوایي برید ترسره کړی دی.

د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند سوني لګیټ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دا هوایي برید د افغانستان پردفاعې ځواکونو د طالبانو بریدونو په ځواب کې ترسره شوی دی.

هغه وویل: “ امریکا د مارچ په څلورمه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو پر جنګلیالیو هوایي برید ترسره کړ.طالب جنګیالیو د افغانستان پردفاعیې ځواکونو فعالانه بریدونه ترسره کول.دا د طالبانو بریدونو خرابیدو لپاره دفاعیې برید وو.دا په تیرو ۱۱ ورځو کې پر طالبانو زمونږ لومړنیو برید وو.”

د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي دي چې پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی او یو ځل بیا یې له دې ډلې غوښتي ترڅو له خپلو بریدونو لاس په سر شي.

ښاغلي لګیټ زیاته کړه: “غواړم ښکاره ووایم چې مونږ د سولې پر وړاندې ژمن یو.مونږ همدا شان د یوه شریک په توګه د افغانستان له دفاعیې ځواکونو د دفاع پازه پر غاړه لرو.افغانستان او امریکا پر خپلو ژمنو عمل کړی دی،خو داسي تر سترګو کیږي طالبانو د سولې لپاره د افغانستان د خلکو نیت په پام کې نه نیسي او خپل بریدونه یې پراخ کړي دي.خپله ژمنتیا ښيې.”

د غوځ ملاتړ ځواکونو همدا شان ویلي دي چې طالبان یوازي تیره ورځ په هلمند کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ۴۳ بریدونه ترسره کړي دي.

امریکا او طالبانو د فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ او پر بنسټ یې تر راتلونکو ۱۴ میاشتو امریکایي ځواکونه له دې هیواد څخه بهر کیږي.

خو طالبانو هیښتیا ورکړې ده چې د افغانستان امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي