1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې مرکچي پلاوی باید د افغانانو ترمنځ د خبرو مخکې قرنطین شي

قطر-نشست-صلح
13 Jun 2020

سرچینو ویلي چې قطر د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل مخکې د سولې د مرکچي پلاوي د غړو د قرنطین کیدو غوښتونکی دی.

 

په وروستیو ورځو کې کابل ته د سترو امریکایي، پاکستاني او قطري چارواکو د سفر وروسته چې موخه یې سوله او په ځانګړې توګه د افغانانو ترمنځ خبرې وې، د مخامخو د پیل لپاره یې خوشبینۍ ډیرې کړې دي.

خو اوس سرچینې وایي چې حکومت د کرونا ویروس د خپریدو له کبله، د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي د قرنطین کیدو غوښتونکی دی.

د دې سرچینې په حواله، د قطر دولت ویلي چې د قرنطین پړاو د تیریدو وروسته، دې پلاوي ته د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د ګډون اجازه ورکول کیږي.

ورځپاڼه لیکونکی ولي الله شاهین د دې پخلی کوي چې د قطر دولت د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي د قرنطین کیدو غوښتنه کړې.

د هغه په وینا؛ د قطر دولت د کرونا موضوع جدي نیولې او له دې کار سره، اټکل کیږي چې د افغانانو ترمنځ خبرې تر یوې بلې میاشتې پیل نشي.

مخکې له دې حکومتي چارواکو او طالبانو هم تل ویلي وو چې تمه ده د افغانانو ترمنځ خبرې په نږدې ورځو کې او د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر بشپړیدو سره په دوحه کې ترسره شي.

د افغانستان د سولې د انسټیټوټ مشر او د سولې له خبرو پوهه سرچینه هم آرزو نیوز ته وایي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر، د خبرو اجنډا وروستۍ کړې او د تایید لپاره یې د دې ډلې مشرتابه ته استولې ده.

د ملي روغې جوړې لویه شورا چې د سولې د خبرو د بهیر مشري پرغاړه لري؛ مخکې له دې ی ېویلي چې له طالبانو سره خبرو ته چمتو ده. خو تراوسه د دې شورا جوړښت ندی وروستی شوی.

له دې ټولو سره، دوه ورځې وړاندې ولسمشر غني وویل چې راتلونکې اوونۍ به د افغانانو ترمنځ د خبرو مهال او ځای له خلکو او نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.