د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سیمې هیوادونو د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو او د سولې د مشورتي لویې جرګې د ترسره کیدو لپاره د حکومت له هڅو د ملاتړ اعلان کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت پرون د غرمې وړاندې، (درې نۍ، زمري۱۴)، د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې ټلوالې د پیاوړتیا په موخه د ويډیو کنفرانس له لارې د دوو ناستو کوربه توب وکړ.
دا ناستې د ۴۰ ډیرو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور ترسره شوې.
د بهرنیو چارو وزارت واکپال، حنیف اتمر وویل؛ په دواړو ناستو کې د طالب بندیانو د خوشې کیدو او اوربند په ارزښت، د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د حقونو په پام کې نیولو، د سولې مشورتي بهیرونو کې د خلکو د ګډون د ارزښت او د خبرو د ژر پیل اړوند خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د دواړو ناستو ګډونوالو، د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو، د سولې د مشورتي جرګې د ترسره کیدو لباره د افغانستان دولت د هڅو او مشورتي ناستو د دوام ستاینه او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا په دې ناسته کې د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو او سولې ته د رسیدو لپاره د تاوتریخوالي کمیدل مهم بللي دي.
هغه زیاته کړه: د بندیانو د خوشې کیدو پریکړه باید په لویه جرګه کې د افغانستان د خلکو او حکومت له لورې وشي. تمه مو درلوده چې د اوربند په لاره کې د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر په پرتله ډیرې انرژۍ ګټنه وشي. په افغانستان کې د سولې لپاره د سلګونو او زرګونو طالب بندیانو خوشې کیدل مهم دي، خو د مرګ ژوبلې کمښت تر هغه هم ډیر مهم دی.
به افغانستان کې د چین سفیر هم په دې ناسته کې د لویې جرګې له ترسره کیدو د خپل هیواد ملاتړ اعلان کړ.
دی چیني ډيپلوماټ وویل: مونږ د لویې جرګې د ترسره کیدو لپاره د افغانستان د حکومت له پریکړې ملاتړ کوو چې په هغه کې به خپل مخامخه پریکړه کوي. مشورتي جرګه په افغانستان کې د مسایلو د هواري لپاره یوه مهمه دودیزه لار ده.
د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې ناستې ګډونوالو د اختر په ورځو کې د اوربند د هرکلي ترڅنګ، له طالبانو وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو د غوښتنې پر بنسټ، تاوتریخوالی ودروي او د ټولیز اوربند لپاره لار هواره کړي.
په دې ناسته کې همداراز د افغانانو ترمنځ د خبرو د ژر پیل پر سر هم ټینګار شوی.
که څه هم د اختر د ورځو پایته رسیدو سره، د حکومت او طالبانو له لورې هیڅ چا د اوربند د دوام اړوند څه ندي ویلي؛ خو د اختر وړاندې ورځو په پرتله، د تاوتریخوالي او جګړې لږ ګزارشونه ورکول کیږي.