1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې هوکړه لیک به د پاکستان په حضور لاسلیک شي

QURAISHI
23 Feb 2020

 د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک به د پاکستان د استازو په حضور لاسلیک شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وایي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت په برخه کې د اسلام آباد رښتینو هڅو پایله ورکړې ده.

ښاغلي قریشي د پیلنۍ په ورځ ( د کب ۳/د فبرورۍ ۲۲)  ټینګار وکړ چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه لیک به د پاکستان په حضور لاسلیک شي، ځکه  د اسلام اباد له مرستو پرته د داشان هوکړه لیک لاسلیک ناشونی وو.

د پاکستان د بهرینو چارو وزیر همداشان وایي چې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پیل لپاره هڅې روانې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ، د جمعې شپې ناوخته پیل شوه.

په همدې حال کې هیوادوال او یو شمیر دیني عالمان د تاوتریخوالي د کمښت هرکلي سره، په هیواد کې د جګړې له ښکیلو خواوو د هراړخیز او تل پاتي اوربند غوښتونکي دي.

له بلې خوا افغان ځواکونه وایي چې د تاوتریخوالي د کمیدو پیلیدو سره، له طالبانو سره له نښتو لاس په سر شوي، خو د دې ډلې د بریدونو په صورت کې،  ورته کړنې ته چمتو دي.

ولسمشر غني هم د تاوتریخوالي کمښت، د سولې او اوربند په لور یو ګام بولي.