د افغانستان،پاکستان او چین استازو په اسلام آباد کې په خپل پنځم پړاو ناسته کې ژمنه وکړه چې د تلپاتې سولې او همدا شان ټیکاوو ټینګښت ته د رسیدو په موخه همکاریو پیاوړتیا لپاره عملی ګامونو پورته کیدو په برخه کې همکارۍ وکړي.
په دې ناسته کې د پاکستان په استازیتوب زاهد حفیظ چاودری،د افغانستان دبهرنیو چارو د وزارت استازي موسی عارفی او په آسیایې چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت پازوال وو ژیانگژو ګډون ګړی وو.
د درېو هیوادونو استازو همدا شان د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر له لارې د افغانستان د جګړو پر سیاسي حل لارې ټينکار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې ”افغانستان او چین د سولې په بهیر کې د آسانتیا رامنځته کیدو په برخه کې د پاکستان له رول او همدا شان او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاوو ټینګښت په موخه بیلابیلو میکانیزمونو څخه د دې هیواد دوامداره ملاتړ څخه ستاینه کړې ده. ”
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي