په هرات کې یو شمیر ټولنیزو فعالو ښځو د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک ګونګوالي او د سولې په بهیر کې د ښځو د برخه لیک په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
دې ښځو په یوې ناسته کې، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک پوښتنه زيږونکی بولي او ټينګار لري چې د دې هوکړې په هیڅ ځای کې د بشري حقونو او په تیره بیا د ښځو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار نه دی شوی.
د هرات فعالې ښځې،د ښکاره حقوقي میکانیزم پرته د طالبانو پنځه زره (۵۰۰۰) بندیانو خوشې کیدل د افغانستان د خلکو او دولت لپاره د خطر زنګ بولي. دوی همدا شان د تلپاتي اوربند د اعلان، د سولې په بهیر کې ځوانانو ته د ونډې ورکولو او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې د ګډون کوونکو کسانو د هر اړخیزوالي غوښتونکي دي.
له ډې ټولو سره، په هرات کې د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې، طالبان سخت دریځه ډله بولي او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دورې له بیاځلي راتلو څخه اندیښمنې دي.