ولسشمر غني د مونیخ له امنیتي ناستې د ستنیدو وروسته، د سولې ، د ګواښونو او اټکلیزو فرصتونو په تړاو له والیانو سره خبرې کړي.
ولسمشر له والیانو غوښتي چې بیلابیل قشرونه او په تیره بیا عالمان، میرمنې، او ځوانان له هر مهاله ډیر د سولې او د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره وهڅوي.
ښاغلي غني په دې ناسته کې ویلي: “مونږ د سولې خبرې اترې ملي کړې، زمونږ سوله سمتي او ډله ییزه نده.”
ښاغلی غني وایي، دا چې طالبان له جګړو لاس په سر شي او مشران یې سولې ته ژمن دي او که نه، خلک د معنا لرونکې سولې او د تاوتریخوالې د بشپړ پای غوښتونکي دي.
په دې لیدنه کې والیانو هم ټينګار کړی چې مرکچي ډله باید کوچنیو او ملي ارزښتونو ته ژمن واوسي او د خبرو اترو مشري دې د حکومت لخوا وشي.
هغوی همداشان ډاډ ورکړ چې د سولې په بهیر او د جمهوریت د دفاع لپاره د ټولنې د بیلابیلو قشرونو د یووالي لپاره به ډیرې هڅې وکړي.