1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې په خبرو کې د افغانستان د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په ساتنې د ایران ټینګار

ابراهیم-طاهریان
05 Sep 2020

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، کابل ته د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي، محمدابراهیم طاهریان د سفر خبر ورکړی دی.

 

د ایران د سفارت په بیانیه کې راغلي چې د افغانستان پر وړاندې د ایران اصولي سیاست د دې هیواد د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په ملاتړ وړلاړ دی.

په دې بیانیه کې راغلي: په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو له ترسره کیدو قوي ملاتړ او د ټاکنو وروسته د سیاسي سیالانو ترمنځ د رامنځته شویو اختلافونو د هواري او د هغو ترمنځ د هوکړې رامنځته کولو په برخه کې، ډیرۍ هڅې کړې دي.

د دې بیانیې پر بنسټ: په اوسني مهم حالت کې چې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو په موخه د افغانانو ترمنځ د خبرو څوکاټ د جوړیدو سکالو جریان لري، د ایران اسلامي جمهوریت پلاوی د هماغه اصولي سیاست یعنې د جمهوریت جوړښت او اساسي قانون بقا اړوند له ولسمشر، د ملي روغې جوړې د شورا له مشر، مخکیني ولسمشر، د بهرنیو چارو وزارت واکپال، د ملي امنیت شورا سلاکار او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مطرحو سیاسي شخصیتونو سره د سلاوو لپاره، کابل ته سفر وکړ.