1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سپینې ماڼۍ نوې اداره د افغانستان پر وړاندې د واشنګټن د اوسني سیاست ملاتړ کوي

2020-12-08T202349Z_277369755_RC28JK9N7RJ0_RTRMADP_3_HONGKONG-SECURITY-ARRESTS-SULLIVAN
04 Jan 2021

د جوبایډن ادارې د ملي امنیت سلاکار وایي چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه لیک باید په افغانستان کې د سوله ییز حل و فصل لامل وګرځي او له دې هیواد څخه امریکا ته ګواښ ونه اوسي.

 

د جوبایډن ادارې د ملي امنیت سلاکار، جک سلیوان د سي ان ان شبکې ته ویلي چې د سپینې ماڼۍ نوې مشرتابه به پر امریکا د برید لپاره د ترهګرو په کراره ځالې د افغانستان د نه بدلیدو د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره، په افغانستان کې د دې هیواد له روان سیاست څخه ملاتړ وکړي.

هغه وویل: د جوبایډن اداره به له روانې ډیپلوماسۍ ملاتړ وکړي چې دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا پر امریکا د برید لپاره د ترهګرو په پناهځای بدل نشي.

د جوبایډن ادارې دې چارواکي، همداراز د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه لیک د موادو په عملي کیدو ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې: اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک شتون لري چې یو شمیر ژمنې یې امریکا ته او یو شمیر نورې یې طالبانو له لورې دي. د طالبانو ژمنه له القاعدې سره د دې ډلې د اړیکو شلیدل دي، نه یوازې په خبرو کې بلکې په عمل کې، د تاوتریخوالي کمښت او د افغانستان له حکومت سره د حسن نیت له مخې د خبرو ترسره کیدل دي. په ټوله کې دا هوکړه د طالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ ده چې سوله ییز حل و فصل لامل وګرځي او مونږ ته اجازه راکړي چې خپلې موخې ته چې د جګړو پایته رسیدل دي، ورسیږو.

د امریکا د ملي امنیت شورا راتلونکی سلاکار په داسې حال کې له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو په شلیدو ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت تل دا ډله په افغانستان کې له نورو ډلو سره په همکارۍ تورنه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي مشر، احمدضیا سراج هم نن (دوه نۍ، مرغومې۱۵)، د ولسي جرګې په ټولیزه ناسته کې وویل چې طالبانو لا هم له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې ندي پرې کړي.

ښاغلي سراج د دوحې هوکړه لیک ته ګوتڅنډنې سره وویل: طالبانو ډیرو دې شرطونو ته غاړه نده ایښې، په ښارونو کې د دې ډلې بریدونو دوام لري، له بهرنیو ترهګریزو ډلو سره د طالبانو اړیکې په منظمه او ژوره توګه روانې دي.

طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.