| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د سړوښې په موسم کې د کرونا د دویمې څپې د راتلو له اټکله د روغتیا وزارت هیښتیا
09 Sep 2020
د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې چې په هیواد کې د کرونا ویروس شمیر مخ په کمیدو بولي، خو په افغانستان کې د دې ویروس د دویمې څپې د راتلو د اټکل هیښتیا ورکوي.
د عامې ورغتیا وزارت ویاند، اکمل سمسور، نن (څلورنۍ، وږي۱۹)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر ډيریدو او او په ځانګړې توګه افغانستان کې د دې ویروس د دویمې څپې د راتلو اټکل ته په کتو، هغه کسان او په ځانګړې توګه ډير عمر لرونکي کسان چې د دې ویروس له ګواښ سره مخامخ دی، د انفلونزا د مني واکسین پلي کړي.
ښاغلي سمسور زیاته کړه چې په حضوري توګه د پوهنتونونو او ښوونځیو پیل سره سره، په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر په لږیدو دی.
هغه همداراز له هیوادوالو وغوښتل چې د روغتیايي اصولو په پام کې نیولو او په عامه ځایونو کې د ماسک کارولو، په صابون د لاسونو پرېمینځلو، ټولنیز واټن ساتنې او له لاس ورکولو او ښکلولو څخه ډډې سره، د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د شمیر په لږیدو کې له روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

دې وزارت همداراز په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو ثبت شوی شمیر، ۲۴ پيښې اعلان او وویل چې د دې پيښو ثبتیدو سره، په هیواد کې د کوویډ-۱۹ د مثبتو پيښو شمیر، تراوسه ۳۸زره او ۵۴۴ ته رسیدلی دی.
د روغتیا وزارت د ویاند په وینا، په تیرې یوې شپې او ورځ کې دوو تنو د کوویډ-۱۹ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۲ تنه نور هم روغ شوي چې دې سره د مړو شویو کسانو شمیر ۱۴۲۰ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمیر ۳۱۰۴۵ ته اوچت شوی.
د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، د کرونا ویروس د خپریدو له پیله تراوسه، په کوویډ-۱۹، ۸۱ سلنه اخته شوي، روغ او ۳.۷ سلنه یې مړه شوي دي.
