هیوادوال وایي، د ارګ او سپیدار ترمنځ سیاسي خبرې په ګنګه توګه پرمخ ځي او دوی د دې خبرو اړوند په اطلاعاتي تشه کې دي.
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمځ د سیاسي خبرو د پرمختګونو د جزییاتو ناروښانتیا، له جدي نیوکو سره مخ شوې.
یو شمیر هیوادوال وایي چې اوس مهال د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ سیاسي خبرې په مبهمه توګه پر مخ روانې دي او دوی له دې خبرو په اطلاعاتي تشه کې دي.
په بلخ کې مدني فعال، میر رویین انصاري په دې اړه وویل چې د خبرو لورې باید د خپلو هوکړو اړوند خلکو ته جزییات ورکړي چې هیوادوال د دې هوکړې اړوند پوهاوی ترلاسه کړي.
د کندهار یو اوسیدونکی، صابر حمیدي هم وایي چې د دې هوکړې د پایلې اړوند اندیښنه لري، ځکه دوی د ارګ او سپیدار ترمنځ په روانو خبرو کې په معلوماتي تشه کې دي.
په تیره یوه اوونۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ویاندویان هر ځلي د دواړو لوریو ترمنځ په سیاسي خبرو کې د پرمختګونو یادونه کړې، خو د دې پرمختګونو جزییات هم په رسمي توګه روښانه شوي ندی.
د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال، دواخانه مینه پال رسنیو ته وویل چې د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي ناندرو د هواري لپاره خبرې روانې همداشان روانې دي. ولسمشرۍ مخکې هم اعلان کړی وو چې د خبرو لوري یو شمیر د پام وړ پرمختګونو ته رسیدلي، خو لا ژر دی چې د پرمختګونو جزییات رسنیز شي.
د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم هم ویلي چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړیدو پر سر، د ارګ او سپيدار خبرې روانې دي.
په دې منځ کې؛ یو شمیر سیاسي شنونکي، د ملي یووالي د حکومت د پنځه کلنې دورې د بیا تکرار له کبله اندیښنه لري.
سیاسي فعال، رشاد هاشمي په دې اړه وویل: دواړه لورې، دا ځل په خپله هوکړه کې باید د شخصي غوښتنو له مطرح کولو تیر شي او د هیواد د شرایطو په پام کې نیولو سره باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
نږدې دوه میاشتې کیږي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالهل د کورنیو او بهرنیو منځګړیتوبونو وروسته، د ټاکنو له کبله د سیاسي کړکیچ د هواري لپاره په سیاسي خبرو بوخت دي او د شنونکو په باور، د دې ناندرو دوام، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ترڅنګ، د هیوادوالو ژوند زیانمنوي.