1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سیاسي اختلافونو دوام؛ د طالبانو ګټه

سنا-1536x858
19 Apr 2020

یو شمیر سناتوران وايي چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندرو دوام، د دې لامل شوی چې په هیواد کې جګړه زور واخلي. خو دا حالت به د طالبانو په ګټه وي.

 

د مشرانو جرګې یو شمیر غړي په دې باور دي چې د سیاسي ناندرو دوام به هیواد ته ګواښوونکې پایله ولري او دا حالت یوازې د طالبانو ډلې په ګټه دی.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، محمدعلم ایزدیار په نننۍ ناسته کې (یوه نۍ، وري۳۱/اپریل۱۹)، وویل چې د مشرانو جرګې اداري پلاوي په دې وروستیو کې له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د سیاسي ناندرو د هواري په موخه لیدنې لیدنې لرلې دي.

د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال په وینا، دواړه لوري په خپلو غوښتنو ټینګار لري، خو هغه هیښتیا ورکړه چې چې د ناندرو او اختلافونو دوام به، ”جګړې ته زور ورکړي او دا جګړه به د طالبانو په ګټه تمامه شي.”

سناتورانو په نننۍ ناسته کې همداراز هیښتیا ورکړه چې اوسنی سیاسي ناندرې به، هیواد له نویو کړکیچونو سره مخ کړي.

سناتور حنیف حنفي وویل: هغه بدمرغي چې د دواړو لوریو ترمنځ رامنځته شوې او ورځ تربلې بدتره کیږي، د ”دښمن ژرندې ته اوبو تویوي.”

مخکې له دې یو شمیر سرچینو ویلي چې عبدالله عبدالله د روغې جوړې د لویې شورا مشري او له ښاغلي غني سره د حکومت د ۵۰ سلنه ویش منلی، خو د ښاغلي عبدالله ویاند دا نه مني.

د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم آرزو ټلویزیون ته وویل چې د روانو سیاسي ناندرو د هواري په موخه د سپیدار د طرحې پر سر هڅې روانې دي؛ ارګ هم مخکې له دې ویلي وو چې د اوسني سیاسي کړکیچ د هواري لباره خبرې روانې دي.

له دې ټولو سره په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سیاسی کړکیچ د هواري به موخه، د یو ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په ارزښت ټینګار کړی دی.