په داسې حال کې چې د ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لیک له لاسلیک څخه لږ تر لږه څلویښت ورځې تیریږي،خو لاهم دې سند عملي بڼه نه ده نیولې.
یوشمیر هیواد وال وایي ارګ او سپیدار په تیرو پنځو کالونو کې د خلکو د ژوندانه ښه کیدو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او اوس هم له هوکړې د څو اوونیو په تیریدو سره،تر اوسه د دې سند د عملي کیدو لپاره هیڅ راز ګام نه دی پورته شوی.
دوی له دواړو لوریو غواړي چې شخصي ګټې دې شاته پریږدي او ژر تر ژره دې د دې سند مواد پلې کړي.
د سیاسي هوکړه لیک له مهو برخو یوازې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې ملي لویه شورا جوړه شوې ده.
سیاسي چارو شنونکی فرهاد ابرار په دې اړه وویل چې تر اوسه د دې شورا جوړښت هم نه دی بشپړ شوی.
د ښاغلی ابرار په وینا،د دې سند نور موارد چې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ نښان ورکول،د دولت او ټاکنیزو سمون لویې شورا جوړښت دي،تر اوسه نه دي عملي شوي.
کارپوهان همدا راز ټينګار لري چې د سیاسي هوکړه لیک په پلې کیدو کې ځنډ د ملي یوالي د حکومت ناکامه تجربو له تکرار څخه اندیښنې ډیرې کړې دي.
سیاسي فعال نجیب الله آزاد هم په دې آند دی چې په هیواد کې د سولې او جګړې پیچلي حالت او د کرونا ویروس کړکیچ ته په کتو د شخصي ګټو دوام د منلو نه دی.
ښاغلي آزاد آرزو ټلویزیون ته وویل چې د حکومت مشران باید بې له ځنډه د یوې سترې لویې سیاسي اجماع په جوړولو سره د ښې حکومتوالۍ لپاره هڅه وکړي.
له دې ټولو سره،وړاندې له دې ارګ او سپیدار تل ویلي دي چې د سیاسي هوکړه لیک ټولې مادې به په هر اړخیزه او پر وخت عملي شي،هغه څرګندونې چې تر اوسه یې عملي بڼه نه ده لیدل شوې.