د ولسمشر غني او د مصالحې د لویې شورا د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک څخه د نږدې څلويښت ورځو تیریدو وروسته، لا هم د دې هوکړې مهمې برخې چې د نوې کابینې جوړیدل او عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د نښان ورکړه، ناروښانه ده.
سیاسي فعال، شهزاده مسعود آرزو نیوز سره مرکه کې ویلي چې هیله من دې نوې کابینه په را روانه اوونۍ کې وپيژندل شي او د مصالحې د لویې شورا جوړښت هم اعلان شي.
په دې منځ کې، ولسي جرګه هم د نوې کابینې د پيژندل کیدو په تمه ده.
د قانون جوړوونکو د ویناوو پر بنسټ، اوس مهال ۹۵ سلنه حکومتي ادارې د واکپالانو له لورې اداره کیږي او د دې کار دوام، د جرګې فعالیت هم له پوښتنو سره مخامخوي.
د ولسي جرګې غړي، خالد اسد په نننۍ ناسته کې وویل چې له دوو کالو ډيره موده کیږي چې د دولت ډیرۍ ادارې د واکپالانو له لورې اداره کیږي او حکومت باید د واکپالیو دود ته ژر تر ژره د پاې ټکی کیږدي.
یو شمیر قانون جوړوونکي هیښتیا ورکوي چې د واکپالیو دوام او د نوې کابینې ناروښانه برخه لیک له یوې خوا د ناکراریو لمن غځولې او له بلې خوا په حکومتي بنسټونو کې یې د فساد ډیریدو ته لار هواره کړې.
د ولسي جرګې غړې، نسیمه نیازي وویل، هر هغه وزیر او چارواکی چې قانون جوړوونکې قوې ته ځواب ویونکی ونه اوسي، د ولسي جرګې غړي باید هغوی ته د باور رایه ورنکړي.
مخکې له دې ارګ او سپیدار تل د سیاسي هوکړه لیک په عملي کیدو او د نوې کابینې په بشپړیدو ټینګار کړی دی، خو هغه څه چې په عمل کې لیدل کیږي، د دوی له خبرو جلا روایت لري.