1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سیمې هیوادونه د سولې بهیر د آسانتیاوو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي

گران هیواد
28 Apr 2020

حکومت د ډیپلوماسۍ د مشرۍ ترڅنګ، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په موخه د سیمه ییزې اجماع د راوړلو ماموریت هم، د بهرنیو چارو وزارت نوې مشرتابه ته سپارلي. اوس دا وزارت د سولې د خبرو د آسانولو په موخه د سیمې د هیوادونو د چمتووالي خبر ورکوي.

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هیواد، نن (درې نۍ، د غوايي نهمه/اپریل۲۸)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د بهرنیو چارو وزاتر واکپال څو ورځې وړاندې، د لسو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او په کابل کې له یو شمیر سفیرانو او بهرنیو ډیپلوماټانو سره خبرې لرلي او د سیمې هیوادونه، په ځانګړې توګه چین او هند یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له بهیر او اوربند څخه د ملاتتړ ژمنه سپارلې ده.

د سوداګریزو اړیکو وده او پرمختیا، بله هغه مهمه سکاله وه چې د بهرنیو چارو وزارت پرې له بهرنیو ډیپلوماټانو سره خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د ترکمنستان او تاجیکستان دولتونو د افغانستان پر وړاندې د سوداګریزو بندرونو د خلاص پاتې کولو اړوند چمتووالی ښودلي.

هغه همداراز وویل چې د ایران دولت د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د آسانولو په موخه افغانستان ته د اوسپنیزې کرښې د اوږدولو اړوند د مطالعو د پیل اړوند چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان دولت په داسې حال کې د سوداګریزو آسانتیاوو په موخه د هڅو خبر کوي چې د کرونا ویروس خپریدو سره، د سیمې هیوادونو په تګ را تګ بندیزونه لګول،ي خو د افغانستان دولت تل ډاډ سپارلی چې د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې په بندرونو کې هیڅ راز بندیز شتون نلري.