د جوزجان سیمه ییز چارواکي د شبرغان ښار له څنډو د طالب جنګیالیو له شاتنبولو خبر ورکوي.
محمد هاشم رییس د جوزجان والي وایي چې د تیرې ورځې په نښته چې ۶۰ وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي او امنیتي ځواکونه یو ځل بیا د دې ولایت سویلي دروازو کې ځای پر ځای شوي دي. خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
ښاغلی رییس که څه هم په دې نښته کې د امنیتي ځواکونو له مرګ ژوبلي څه نه وایي خو د دې ډلې د خوځښتونو پر وړاندې د خلکو د بسیج او د امنیتي ځواکونو له لوړ همت ډاډ سپاري.
طالبانو د خپلو جنګیالیو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي خو تیره ورځ یې ادعا درلوده چې د دې ولایت دروازه د دوې لخوا نیول شوی او د ښار د مرکز په لور روان دي.