1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د کمال نبي زاده لیدنه

ad277bf0-82e0-4191-a502-4bc761372199
01 Apr 2021

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نثاراحمد غوریاني د نبي زاده شرکتونو او نبي زاده مرستندویه بنسټ له مشر کمال نبي زاده سره په لیدنه کې، د سوداګرۍ د ودې او له منځنۍ آسیا او روسیې سره د تولیدي توکو د صادراتو د ډیریدو پر سر خبرې کړې دي.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په دې لیدنه کې ویلي چې ښاغلی نبي زاغده د منځنۍ آسیا او روسیې له سوداګریز حالته ښه پيژندنه لري او کولای شي د سوداګرۍ د ودې او دې هیوادونو ته د هیواد د تولیدي پیداوارو د صادارتو په برخه کې ښه ونډه ولوبوي.

هغه همداراز له ښاغلي نبي زاده څخه د سوداګرۍ د ودې او د ګډو پانګونو د جذب لپاره د منځنۍ آسیا له پانګه والو سره د افغانستان د صنعتګرو او سوداګرو د خبرو د زمینې د برابریدو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا، ښاغلي نبي زاده، منځنۍ آسیا او روسیه د هیواد د تولیدي پیداوارو لپاره ښه بازار بللی او دې هیوادونو ته یې د افغانستان تولیدي محصولاتو د صادراتو د ډیریدو او سوداګرۍ ودې د زمینې د برابرولو لپاره د چمتووالي اعلان کړی.

دواړو لوریو همداراز د صادراتو د ډیریدو او د منځنۍ آسیا هیوادونو او روسیې سره د افغانستان د صوداګرۍ د ډیریدو اړوند د ګډو همکاریو ژمنه کړې ده.