د سیمه ییزو چارواکو د ګزارشونو پر بنسټ، په تیرو ۲۴ ګړیو کې په کندز، ارزګان او هلمند ولایتونو کې لږ تر لږه ۴۰ پوځیانو ته د طالبانو د بریدونو په پایله کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هیواد په بیلابیلو برخو کې د جګړې مورچلې، د څو ورځو نسبي کرارۍ وروسته، یو ځل بیا تودې شوي او د اطلاعاتو پر بنسټ، یواځې په کندز، ارزګان او هلمند ولایتونو کې، په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۴۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندز سیمه ییز پازوال د آرزو ټلویزیون خبریال ته د دې پخلی کړی چې په دې ولایت کې په امنیتي اډو د طالبانو د شپې مهال بریدونو په پایله کې، اتلس پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا مرستیال، صفي الله امیري، آرزو ته ویلي چې طالبانو تیر شپه کندز ښار ته څیرمه په ګنو پوستو یرغلیز بریدونه کړي چې دولتي سرتیرو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د ملي دفاع وزارت ویلي چې په دې بریدونو او د امنیتي سرتیرو په نښته کې، یواځې اووه امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د طالبانو لس جنګیالي هم وژل شوي دي.
له بلې خوا، سویلي ولایتونو هم کراره شپه نده لرلې، لکه څنګه چې د ارزګان د ټرینکوټ ښار په نیچن سیمه کې د امنیتي سرتیرو په یوې اډې د طالبانو په بریدونو کې، ۶ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور هم ټپیان شوي دي.
له دې سره سم، د طالبانو ډلې د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د ملي پوځ په یوې اډې هم برید کړی. د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک، ویلي چې په دې پيښه کې د پوځ دوو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د شمیرنو له مخې، طالبانو په تیرو ۲۴ ګړیو کې، د هیواد په پنځلسو ولایتونو کې لږ تر لږه دیرش بریدونه ترسره کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي، رسنیو ته د مرګ ژوبلې شمیر له هغه لږ وایي، څومره چې سیمه ییزو مسوولینو ګزارش ورکړی.
د ښاغلي رحیمي په وینا: “د طالبانو د بریدونو په پایله کې، په خواشینۍ سره څلور تنه ملکي وګړي، یوولس تنه امنیتي او دفاعي سرتیري شهیدان او ۱۸ تنه نور ملکي وګړي او پوځيان ټپیان شوي دي. په همدې حال کې، د هیواد زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځانه او ولسه د دفاع په موخه، پر طالبانو برید کړی چې په پایله کې ۱۷ تنه دښمنان وژل شوي او یوولس تنه نور یې ټپیان دي.”
خو د طالبانو بریدونه، د حکومت د ملاتړو ځواکونو له لورې، بې ځوابه ندي پاتي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند په خپله ټویټر پاڼه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو په ځالو د بریدونو له ترسره کیدو خبر ورکړی، دا پوځي عملیات، له طالبانو سره د سولې د هوکړې د لاسلیک وروسته، پر دې ډلې د بهرنیو ځواکونو لومړنی برید دی.
د افغانستان حکومت تراوسه په رسمي بڼه د دې برید په اړه څه ندي ویلي، خو د سیمې یو شمیر هیوادونو لکه روسیې، په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو خواوو ترمنځ د پوځي بریدونو له ډیریدو اندیښنه ښودلې او د سولې د خبرو اترو پر بهیر یې د دې بریدونو د اغیزې له کبله هیښتیا ورکړې.
له دې ټولو سره، بهرنیو سرتیرو په داسې حال کې د طالبانو په ځالو بریدونه له سره پیل کړل، چې تیره شپه د امریکا ولسمشر د طالبانو ډلې له سیاسي مرستیال سره په ټلفوني اړیکه کې، د سولې د بهیر اړوند خبرې وکړې.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الرحمن سباوون خپلواک