1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالبانو د ډلې یو مخکښ قوماندان ووژل شو

1199161
17 Nov 2019

 

د طالبانو د ډلې یو مخکښ قوماندان په فاریاب ولایت کې ووژل شو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایې وایې د پیلنۍ په ورځ (لړم/عقرب ۲۵مه| نومبر ۱۶مه) د طالبانو د ډلې یو مخکښ قوماندان د فاریاب پښتونکوټ ولسوالۍ په زرشوی سیمه کې وژل شوی دی.
ښاغلي رضایې زیاته کړه د فاریاب پښتونکوټ ولسوالۍ په زرشوی سیمه کې د امنیتي ځواکونو په هوایې بریدونو کې په ظالم کُش مشهور حفیظ الله د طالبانو د ډلې قوماندان له خپل ساتونکي سره وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د یوه بل خبر له مخې،د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د ۲۲ وسله والو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکوی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي