1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالبانو لاسته د سرپل ولایت له اټکلیز لویدلو هيښتیا

n00184199-b
10 Jun 2021

په سرپل کې د طالبانو د بریدونو له زور اخیستلو سره یو شمیر سرچینې د طالبانو لاسته د دې ولایت له لویدلو هیښتیا ورکوي.

د سرپل د ولایتي شورا مشر محمدنور رحماني وايي چې تر اوسه د دې ولایت د حالت ښه کیدو لپاره د حکومت له لوري هیڅ راز ګام نه دی پورته شوی.

ښاغلی رحماني زیاتوي چې اوس مهال د سرپل ښار مرکز تر کلا بندۍ لاندې ده او طالبانو د جوزجان سرپل لویه لار هم ولکه کړې ده.

په همدې حال کې له سرپل څخه یوه حکومتي سرچینه وايي، تمه ده امنیتي ځواکونه نن ( پنځه نۍ/پنجشنبه، غبرګولي/جوزا ۲۰مه) له دې ولایت څخه د طالبانو په شا تمبولو لپاره لاس په کار شي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو او امنیتي پازوال په دې اړه څه نه دي ویلي.