1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالبانو لاس ته د ولسوالیو پر له پسې سقوط؛ جګړې همداراز په چټکۍ دوام لري

84jc4mcg-1386131857
11 Jun 2021

په وروستیو څلورویشتو ګړیو کې، د هیواد ګڼ ولایتونه د هیواد د پوځيانو او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ د سختو جګړو شاهدان پاتې شوي.

له دې منځه، سیمه ییزې سرچینې د سرپل ولایت د سوزمه قلعې ولسوالۍ د نسکوریدو خبر ورکوي، هغه ولسوالۍ چې له څو ورځو راپدیخوا د سختو جګړو شاهده وه.

دا سرچینې همداراز وایي چې په سرپل کې د پوځ د څلورم کنډک سرتیري له خپلو لاسي تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شوي خو سیمه ییز او امنیتي پازوال، د سوزمه قلعې ولسوالۍ سقوط او د پوځ د سرتیرو تسلیمي ردوي او وایي چې دې ځواکونو خپل ځای بدل کړی دی.

د ولسي جرګې غړي، حمیدالله بیک په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل: “تقریباْ شل یا دوه ویشت پوستې چې بیز او د سرپل ولایت د مرکز څلورم کنډک هم په کې شامل دي، د طالبانو لاسته لویدلي، نن لومړۍ شمیره لویه لار د طالبانو په واک کې ده.”

په تخار کې هم سرچینې وایي چې د اشکمش ولسوالۍ چې تر همدا تیرې ورځې د سختې جګړې شاهده وه، تیره شپه او د نښتو د ډیریدو په لړ کې، د طالبانو لاسته لویدلې ده. خو سیمه ییز پازوال د دې ولسوالۍ سقوط ردوي.

په نیمروز کې هم په خاشرود ولسوالۍ کې د سختو جګړو ګزارش ورکړل شوی؛ په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي، په دې ولسوالۍ کې پوځیانو ته د مرستو په رسیدو کې د ځنډ له پایلو هیښتیا ورکوي.

په پکتیا کې هم سیمه ییز چارواکي ټینګار لري چې طالبانو ته د یرغلیزو بریدونو ترسره کولو سره سره، درنده مرګ ژوبله ورته اوښتې.

د وروستیو اونیو په لړ کې په هیواد کې د ولسوالیو پر له پسې سقوط اړوند د نیوکو په لړ کې، امنیتي او دفاعي بنسټونو څو ځلي ویلي چې له دې ولسوالیو شا تګ، ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې نه اوښتو د تګلارې برخه ده؛ خو پوځي شنونکي بیا دا کار د دولت د وسله والو مخالفینو د بریدونو په مخنیوي کې د امنیتي بنسټونو د کمزورتیا له کبله بولي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، روح الله احمدزی په دې تړاو وایي: “په تیرو څلورویشتو ګړیو کې، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د دښمن د خوځښتونو او د دښمن پر وړاندې زمونږ د هوایي او ځمکني ځواک د ځپونکو ضربو په پایله کې، دښمن ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.”

له دې سره، ملکي وګړي چې په هیواد کې د وروستیو نښتو د قربانیانو ډیره برخه جوړوي، له حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې د خبرو بیا پیلیدو سره هم مهال، اوربند ته لومړیتوب ورکړي او د جګړې له دوامه لاس په سر شي.