طالبانو د اته امنیتي ځواکونو له خوشي کولو خبر ورکوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله تویتړپاڼه کې لیکلي چې دا بندیان د څلورنې په ورځ ( غبرګولی ۲۱/ جون۱۱ ) په زابل ولایت کې له بنده خوشي شوي او د نورو امنیتي ځواکونو د خوشي کولو بهیر به همداشان دوام ولري.
طالبانو مخکې له دې هم په څو پړاونو کې له خپل بندخونو ۴۷۳ امنیتي ځواکونه په بیلابیلو ولایتونو کې خوشي کړي دی.
د طالبانو د پنځه زره بندیانو خوشي کول او د امنیتي ځواکونو د زرو بندیانو خوشي کول د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل اصلي شرایط دي.