د بغلان پولیس مشري وایي چې په چشمه شیر سیمه کې د امنیتي سرتیرو په عملیاتو کې، لس طالب جنګیالي مړه او ټپیان شوي او د دې ډلې پلټنځای هم له منځه تللی دی.
د بغلان د پولیسو مشر، محمد ویس صمیمي وویل چې امنیتي سرتیرو تیره ورځ (دوه نۍ، مرغومې۱۵)، په چشمه شیر سیمه کې ګډ عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې طالبان شا تګ ته اړ شول.
د هغه په وینا، د دې عملیاتو په پایله کې، شپږ طالب جنګیالي د هغو د دوو ډلمشرانو په ګډون وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
ښاغلي صمیمي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې، له سوداګریزو کاروانونو د طالبانو ډلې د پیسو اخیتسلو ځای هم له منځه وړل شوی.
د بغلان د پولیسو مشر وویل چې د دې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره شپږ امنیتي اډې جوړې شوې دي.
د بغلان د نفتي توکو او اوبلنو ګازو د ادارې مشر، عبدالکریم شاهین د دې عملیاتو له کبله خوښبینۍ شودلو سره وویل چې طالبانو مخکې له دې، په چشمه شیر سیمه کې پلټنځای درلود او له سوداګریزو کارونونو یې پيسې اخیستې.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
په همدې حال کې، د دې لارې یو شمیر موټر چلوونکي و مسافرین، د کابل-مزار د لویې لارې د دایمي امنیت د ټینګښت غوښتونکي دي.
د بغلان امنیتي پازوال په داسې حال کې د طالبانو له شتونه د چشمه شیر سیمې د چڼیدو خبر ورکوي چې دا سیمه هر مهال د ناکراریو شاهده پاتې شوې.