1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالبانو له شتونه د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ چڼیدل

نابی
19 Jul 2021

د سمنګان ولایت دره صوف بالا ولسوالۍ د طالبانو له شتونه چڼ شوه.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار ۶:۰۰ بجې د سمنګان ولایت دره صوف بالا ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو لخوا د طالبانو له شتونه پاکه شوې ده.

په همدې حال کې د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي وایي د دې نښتې په لړ کې د طالبانو یو مخکښ قومندان امیر شهیدالله چې د دره صوف بالا ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال وو له خپلو څلور ساتونکو سره وژل شوی دی.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې دمګړۍ د دې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې چانیز عملیات همداشان دوام لري.

خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.