1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالبانو له شتونه د سمنګان ـ بلخ د لویې لارې پاکیدل

لل
17 Jul 2021

 

د ملي دفاع وزارت د طالبانو له شتونه د سمنګان ـ بلخ عمومي لارې له پاکیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې  تیره ورځ دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د بلخ- او سمنګان ولایت “ تنګي صیاد” عمومي لاره کې ترهګرو طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.چې په پایله کې ۱۰ ترهګر ووژل شول او ۸ نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د سمنګان او بلخ ولایتونو غځېدلې اوږده لاره د ترهګرو له شتونه په بشپړ ډول پاکه شوې او دخلکو تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

همداراز د دښمن ۸ موټر سایکلونه یوه اندازه وسلې او مهمات دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.