طالبانو د ۳۵ امنیتي ځواکونو له خوشي کیدو خبر ورکړ.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله تویتړپاڼه کې لیکلي چې دا د امنیتي ځواکونو بندیان د څلورنۍ په ورځ ( غبرګولی ۲۸/ جون ۱۷) له بنده خوشي شوي دي.
مخکې له دې هم طالبانو په څو پړاوونو کې، ۵۵۲ دولتي بندیان په بیلابیلو ولایتونو کې له خپلو بندخونو خوشي کړي چې په وړاندې یې د افغانستان دولت هم تراوسه د طالبانو درې زره بندیان د هیواد له بیلابیلو بندخونو خوشي کړي دي.
د حکومت له لوري د پنځه زره طالب او د طالبانو له لوري د زرو دولتي بندیانو خوشي کیدل د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل له مخ آړونو دي.