حکومت د طالبانو له لوري د درې ورځيني اوربند څخه هرکلی کوی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د اوربند اعلان یو مهم ګام دی خو هیواد وال د تلپاتې اوربند او دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو د پیل غوښتونکي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ،ولسمشرغني همدا راز ټولو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې تر څو درې ورځينی اوربند رعایت کړي او تر هغه مهاله چې اوربند نه وي نقض شوی،د طالبانو پر وړاندې دې هیڅ راز عملیات نه ترسره کوي.
له بلې خوا امریکا او ناټو وایي درې ورځیني اوربند باید د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لامل شي.
په افغانستان کې د ناټو سازمان دفتر په خپله تویتړ پاڼه کې لیکلي چې اوربند د سولې د ټینګښټ په برخه کې یو مهم ګام دی ځکه چې د افغانستان خلک د سولې او ارمښت وړ دي.
په کابل کې د امریکا سفارت همداشان له حکومت او طالبانو غوښتي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره دې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړي.