1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د طالبانو له لوري د سوداګریزو بندرونو ولکه کول او پر پانګه اچونې یې اغیز

بنادر افغانستان
12 Jul 2021

ناکراریو په ځانګړې توګه وروستیو بریدونو د سوداګرۍ په ځانګړې ډول د صادراتو او وارداتو بهیر په کلکه زیامن کړی دی.

د کندز د سوداګرۍ او پانګه ونې خونې چارواکي وایي د طالبانو لخوا د شیرخوان بندر له ولکې وروسته په تیرو ۱۵ ورځو کې له دې بندر څخه هیڅ ډول صادرات او واردات ندي ترسره شوي او سوداګرو ته هم له دې اړخه ډیر تاوان رسیدلی دی.

په همدې حال کې د کندز ولایتي شورا په دې ولایت کې د خوراکي توکو د بیې د لوړوالي د مخنیوي او د سوداګرۍ د بهیر د بیا ودې لپاره د جګړې د پایته رسیدو غوښتونکې ده.

مخکې له دې د طالبانو لخوا د هرات د اسلام قعلې ګمرک د نیولو څخه هم انځورونه خپاره شوي وو.

د هرات د سوداګرۍ او پانګه ونې خونه هیښتیا ورکوي د ګمرک تړل او د ګمرکي اسنادو د پړاونو د مخ ته وړلو دریدل به خلک او سوداګر زیامن کړي او په هیواد کې به هم د خوراکي توکو د کموالي لامل شي.

په همدې حال کې امنیتي بنسټونه په هیواد کې د سوداګریزو بندررونو د امینتي ستونزو د هوارې لپاره له هڅو خبر ورکوي.

د امنیتي بنسټونو لوی ویاند ټینګار کوي چې د اسلام قعلې ګمرک د امنیتي ځواکونو تر واک لاندې دی او امنیتي ځواکونه د شیرخان بندر د امینت ټینګښت په هڅې دي.

په یو شمیر سوداګریزو بندرونو کې د سوداګرۍ بهیر له دریدو اندیښنې په داسې حال کې څرګندیږی چې څو مودې وړاندې هم د سوداګرۍ او پانګه ونې خونې د نښتو ډیریدو له امله له یو ولایت څخه بل ولایت ته د کرنیزو توکو د صادراتو او واردالتو له کموالي اندیښنه کړې وه.