طالبان په تخار ولایت کې د ۲۱ امنیتي ځواکونو له خوشې کیدو خبر ورکوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دې ډلې تیره ورځ(د چنګاښ ۸/جون ۲۸) ۲۱ امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې له بنده خوشې کړي او د مرستو په ورکولو سره یې خپلو کورونو ته استولي دي.
ښاغلي شاهین د پیلنۍ په ورځ هم (چنګاښ ۷/جون ۲۷) په بدخشان ولایت کې د ۳۴ امنیتي ځواکونو له خوشې کیدو خبر ورکړی وو.
د بندیانو خوشې کیدنه د آمریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې پربنسټ دوام لري او د راپورونو پر بنسټ تر اوسه نږدې څلور زره (۴۰۰۰) طالب بندیانو د حکومت له لوري او ۶۵۰ امنیتي ځواکونه هم د طالبانو له لوري له بنده خوشې شوي دي.
د آمریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې پربنسټ تمه ده پنځه زره (۵۰۰۰) طالبان بندیان د حکومت او زر (۱۰۰۰) امنیتي ځواکونه د طالبانو له لوري له بنده خوشې او وروسته له هغې به د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.